د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دويمه غونډه تر سره شوه
CMG2021-10-28 11:33:22
شريکول:

د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دويمه غونډه د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د ايران په پلازمېنې تهران کې جوړه او په يوې ګډې اعلاميې پای ته ورسېده.

ياده غونډه د ايران په کوربتوب جوړه شوې وه. په دغې غونډې کې د ايران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د بهرنيو چارو وزيرانو ګډون کړی و او د چين او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو يادې غونډې ته ويډيويي ويناوې وکړې.

د يادې غونډې ګډونوالو په يوې ګډې اعلاميې کې پر دې ټينګار کړی، چې بهرني هېوادونه بايد د افغانستان ملي حاکميت، سیاسي خپلواکۍ او خاوري بشپړتيا ته درناوی ولري او په کورنيو چارو کې يې  بايد لاسوهنه ونه کړي. سيمه ييز هېوادونه به له افغانستان څخه ملاتړ وکړي، څو په دغه هېواد کې دايمي سوله او ثبات راشي. دوی هيله وښوده، چې د طالبانو په شمول ټولې خواوې د خپل هېواد د اوسنيو مسئلو د حل او د راتلونکي پرمختګ په اړه سياسي سلامشورې تر سره کړي او نړيواله ټولنه دې دغه هېواد ته بېړنۍ بشري مرستې او د کرونا وبا ضد مرستې برابرې کړي.