د جبري کارونو په اړه د لوېديځو سياستوالو تورونه له حقيقته لرې دي
cri2021-10-28 16:09:12
شريکول:

د امريکا د ولسمشر جو بايډن د ملي امنيت سلاکار جاک سوليوان د اکتوبر په ۲۶مه نېټه وويل، امريکا په دې باور ده چې دوی کولی شي د شينجیانګ په شمول ځينو ځايونو کې له "جبري کار" سره د مخالفت لپاره قوي دریځ غوره کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د "جبري کار" په اړه د ځينو لوېديځو سياستوالو تورونه بيخي له حقيقته لرې دي. دوی د بشري حقونو په نوم سیاسي لوبه کوي، د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، د چین په ځانګړې توګه د شینجیانګ د پرمختګ مخنيوي کوي او غواړي د نړیوالې صنعتي ځنځير ثبات هم کمزوری کړي. د دوی دسیسې به بریالۍ نه شي، بلکې د جعلي څېرو د خرڅلاو له امله به خپل ځان او حتی د امريکا اعتبار ته هم زیان ورسوي.