وانګ يي د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په دويمه غونډه کې ګډون وکړ
CMG2021-10-28 16:58:59
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دويمې غونډې ته ويډيويي وينا وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې افغانستان اوس له آخ و ډب څخه وتلی او مخ په ارامېدو دی، خو د دغه کليدي بهير پر وړاندې يې مشکلات او فرصتونه هم شتون لري. اوسني نوي وضعيت ته په کتو، بېلابېل هېوادونه بايد د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ او خاوري بشپړتيا ته درناوی ولري او پر دې بايد ټينګار وکړي، چې افغانان د خپل هېواد سرنوشت په خپله وټاکي او د هېواد مسئلې په خپله حل کړي.

وانګ يي په يادې غونډې کې څلور وړانديزونه وکړل:

لومړی، بېلابېل هېوادونه دې د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره ډيالوګ او نظر تبادله وکړي او خپلمنځي اعتماد دې ژور کړي، څو طالبان يو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي، نرمې کورنۍ او بهرنۍ پاليسۍ پلې کړي، د ملي لږکيو، ښځو او ماشومانو حقونه وساتي، د ترهګرۍ ضد کلکه مبارزه وکړي او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره ښې اړيکې وساتي.

دويم، بېلابېل سازمانونه دې يووالی وساتي او د امنيت او ثبات د ساتنې او بېړنيو مرستو د برابرولو په برخو کې دې له ملګرو ملتونو څخه ملاتړ وکړي. امريکا او لوېديځ هېوادونه دې د افغانستان اوسنی مسئوليت پر غاړه واخلي، په تېره بيا پر دغه هېواد لګېدلي يواړخيز بنديزونه دې لېرې کړي، څو د دې هېواد پانګه د خلکو د ضرورتونو د پوره کولو لپاره استعمال شي. د روغتيا نړيوال سازمان دې افغانستان ته زيات واکسين او طبي سامان الات برابر کړي، څو افغانستان ژر کرونا وبا کنټرول کړي.

درېيم، بېلابېل هېوادونه دې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ زياتې کړي، د افغانستان له نوي سياسي قدرت څخه دې ملاتړ وکړي، څو د داعش او ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول د بېلابېلو ترهګريزو سازماونو پر وړاندې کلکه او اغېزمنه مبارزه وکړي. د ملګرو ملتونو او شانګهای همکارۍ سازمان او داسې نورو څواړخيزو سازمانونو ترمنځ دې د ترهګرۍ ضد همکارۍ پراخې شي.

څلورم، د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې قدم په قدم له دغه هېواد سره اقتصادي تګ راتګ زيات کړي، د خپلمنځي اساسي تأسيساتو د وصل لپاره دې هڅې وکړي، څو افغانستان د يو کمربند او يوې لارې پروژې په جوړونې کې فعاله برخه واخلي. نړيوال بانک، د پيسو نړيوال صندوق او ځيني نور سازمانونه دې د پانګونې د راټولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي، څو د دغه هېواد بيا رغونه ښه تر سره شي.

وانګ يي وويل، چې چين د يو مسئولانه او د ګاونډي هېواد په توګه د افغانستان په مسئلو کې تل رغنده رول لوبولی دی. چين د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لومړنۍ غونډه کې اعلان کړی، چې دغه هېواد ته به ۲۰۰ ميليونه يوانه بېړنۍ بشري مرستې برابرې کړي. د دغو مرستو لومړۍ جوپه يې کابل ته رسېدلې ده او پاتې توکي هم ژر ورولېږي. چين به تر خپلې وسې پورې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي. چين غواړي له بېلابېلو خواوو سره د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د همکاريز ميکانيزم د ښه روانېدو، د افغانانو د ژوند د عادي کېدو او د دغه هېواد د سوله ييز پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

د يادې غونډې ګډونوالو زياته کړه، چې اوس افغانستان په کليدي مرحله کې دی، د دې هېواد ګاونډي هېوادونه او سيمه ييز هېوادونه بايد په وخت ضروري تدبيرونه ونيسي او نور زیات خدمتونه دې برابر کړي. د افغانستان د اوسني ستونزمن وضعيت رامنځته کوونکي هېوادونه بايد خپلې ژمنې پوره کړي او دغه هېواد ته دې بېړنۍ مرستې برابرې کړي. نړیواله ټولنه بايد د افغانستان ملي حاکميت او خاوري بشپړتيا ته په درناوی، له دغه هېواد سره فعال تماسونه ونيسي، څو په دغه هېواد کې يو ټول ګډونه حکومت جوړ شي، نرمې کورنۍ او بهرنۍ پاليسۍ پلې شي، د ملي لږکيو، ښځو او ماشومانو حقونه وساتل شي، د ترهګرۍ ضد کلکه مبارزه وشي او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره ښې اړيکې ټينګې شي.

ياده غونډه د ايران په پلازمېنې تهران کې جوړه او په يوې ګډې اعلاميې پای ته ورسېده. د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو درېيمه غونډه به په ۲۰۲۲ کال کې چين کې تر سره شي.