د اسرائیل د دفاع وزارت د ملکي چارو د پلان او ابادۍ کميسيون د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د اردن سيند په لویدیځه غاړه کې د نورو ۳۱۴۴ ولسي کورونو د جوړولو پلان تصویب کړ. ياد کميسيون د روان کال په جون کې د اسرائیلو د نوي حکومت له جوړېدو وروسته په لومړي ځل غونډه تر سره کړې او د ولسي کورونو د بیا جوړولو پلان یې تصویب کړی دی.
د اسرائيلي رسنيو د خبر له مخې، د اسرائيلو کارګر ګوند په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د حکومت دغه عمل "غير مسؤلانه" بللی دی. د میرتز ګوند غړي موسي راز د اسرائیلو پر وړاندې د مسؤلينو د دې ناوړه چلند د بندولو هیله څرګنده کړې ده.