نړيوال بانک به مصر ته ۳۶۰ ميليونه ډالره پور ورکړي
CMG2021-10-29 11:18:26
شريکول:

نړيوال بانک د اکتوبر په ۲۸مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې اجرايوي کميټې پرېکړه کړې، چې مصر ته به ۳۶۰ ميليونه ډالره پور برابر کړي او د مصر له اقتصادي رغونې څخه به ملاتړ او د دې هېواد د اقتصاد ټول شموله او دوامدار پرمختګ پياوړی کړي. 

د مصر د رسنيو د خبر له مخې، د نړيوال بانک ياد پور د مصر د اقتصاد د اعاده لپاره د دې بانک د يو پلان له مخې تصويب شوی دی. دغه پلان به په مصر کې کاري فرصتونه رامنځته او د شخصي تصديو لپاره به ټول شموله سوداګريز چاپيريال برابر کړي او د مصر اقتصاد به په خوځښت راولي او د اقتصاد د اعاده لپاره به ښه بنسټ جوړ کړي.