چين او امريکا به خپلمنځي تګ راتګ وساتي
cri2021-10-29 15:19:31
شريکول:

د چين مرستیال صدراعظم ليو هه او د امريکا د ماليې وزيرې جانيټ يلن تېره اوونۍ د يو لړ مسئلو په اړه ويډيويي خبرې وکړې.
د چين د سوداګرې وزارت وياند شو جوی تينګ د اکتوبر په ۲۸مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دواړو خواوو يو نيم ساعت ويډيويي خبرې وکړې او د اقتصادي او تجارتي چارو په اړه يې د نظريو ژورې تبادلې وکړې.
شو جوی تينګ زياته کړه، چې دواړو خواوو د چين او امريکا د اقتصادي پرمختګ د حالاتو، د پيسو پړسوب، پولي ثبات او صنعتي ځنځير په اړه سلامشورې او د G20 په چوکاټ کې يې د متقابلو همکاريو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.
د چين مرستیال صدراعظم ليو هه د امريکا له ماليې وزيرې جانيټ يلن څخه وغوښتل، چې امريکا دې د چين پر شرکتونو اضافي ګمرکي تعرفې او بنديزونه لرې کړي.
(شکريه)