د امريکا د سمندري پوځ د کانکټیکوټ په نوم ذروي اوبتل په دې وروستيو ورځو کې په جنوبي سمندرګۍ کې له نامعلومو توکو سره ټکر کړی چې د نړيوالې ټولنې پاملرنه يې راجلب کړې ده.
د دغې پېښې له کبله په سیمې کې امنيتي ننګونې او خطرونه راپورته شوي او د امريکا نا مسؤلانه رويه ترې ښکاري.
نړيواله ټولنه پوهيږي، چې د امريکا د بادارۍ غوښتنې کړنه او مبهم عملونه يې د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دي.
جنوبي سمندرګۍ به د امريکا د سياسي جغرافيايي ګټو د لټولو لپاره ډګر ونه ګرځي او دغه هيواد څو څو ځلې دغې سيمې ته ذروي اوبتل ليږلی او د چين په شمول د سيمه ييزو هېوادونو امنيت يې ګواښلی دی، چې د يادې پېښې رامنځته کېدل یې یو لامل دی. دغه پېښه يوازې يوه تخنيکي پېښه نه ده، بلکې سيمه ييز امنيت ته د ګواښ رسولو پېښه هم ده.