د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د کرونا وبا په اړه د دې سازمان په مطبوعاتي غونډه کې له نړيوالې ټولې څخه وغوښتل، چې د کرونا وبا ضد طبي توکو پلان لپاره دغه سازمان ته ۲۳ ميليارډه او ۴۰۰ ميليونه ډالره ورکړي، څو په نړۍ کې د کرونا ويروس ضد واکسين او د دې ويروس د څارنې او د ناروغۍ د درملنې په برخو کې عدالت پلی او نابرابري لرې شي.
روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې د ياد پلان په تطبيق به لږ تر لږه د ۵ ميليونو خلکو ژوند وژغورل شي، د نړيوال اقتصاد لپاره به ۵۳۰۰ ميليارډه ډالره وسپمول شي او د کرونا وبا خپرېده به ژر پای ته ورسېږي.