د ګرې زون په نوم د امريکا ويبسايټ کې خبر ورکړ چې د بشري حقونو ځينو فعالانو اواويغور بیلتون غوښتنونکو د امريکا په ملاتړ د چين ضد د شخړې سختېدو لپاره د اويغوريانو تش په نوم محکمه جوړه کړې، چې د دغې ډرامې جوړولو په ترڅ کې اوس د دوی تر منځ سخت تضادونه رامنځته شوي دي.
د روان کال په جون د اويغوريانو تش په نوم محکمه جوړه شوه. دغه محکمه وايي، چې د چين حکومت په شينجيانګ کې د نژادي تصفيي جرمونه تر سره کوي.
که څه هم دغه محکمه ځان خپلواکه بولي، خو په حقيقت کې د امريکا د حکومت په مالي ملاتړ د اويغوريانو د بيلتون غوښتونکې ډلې لخوا جوړه شوې ده. دغه ډله له ډېرو کلونو راهيسې د چين ضد په تبليغاتو کې کليدی رول لوبوي. د سي اېن اېن په شمول ځينو لويو خبري رسنيو په دغه محکمه کې ځيني کسان د نندارو لوبغاړيو په شان ترتيب کړي، چې د شاهدانو په توګه خبرې وکړې. خو دوی د شاهدۍ په دغه بهير کې ستر تضادونه رامنځته شوي. او دا ترې څرګنده شوې چې لويديځ د نښه شوي هېواد پر وړاندې جعلي معلومات د وسلې په ډول کاروي.