چین د اټومي تړون په اړه د ویانا په خبرو اترو کې د ايران د بيا ګډون هر کلی وکړ
cri2021-10-29 11:02:15
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د اکتوبر په ۲۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، چې چین د اټومي تړون په اړه د ویانا په خبرو اترو کې د ايران د بيا ګډون هرکلی کوي او د ايران د ذروي مسئلې د سياسي حل د هڅولو لپاره به له ښکیلو خواوو سره ګډ کوښښونه وکړي.

نوموړي په اشارې وويل، چې د ايران د اټومي تړون په اړه خبرې اترې په نږدې وخت کې سمې لارې ته ستنېدل د سيمې د سولې او ثبات لپاره ګټورې دي او د نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون لري. (هيله)