چین د سوله ساتو نړیوالو دندو ته نږدې ۵۰ زره سرتيري ليږلي
cri2021-10-29 11:05:20
شريکول:

د چین د دفاع وزارت ویاند تان که فې د اکتوبر په ۲۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې په سوله ساتو نړیوالو دندو کې د چین د ګډون په اړه مالومات ورکړل او و يې ويل، چې چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دایمي غړو هېوادونو کې سوله ساتو نړیوالو دندو ته تر ټولو زيات سرتيري ليږلي او د پيسو ورکولو په برخه کې دوهم ځای لري. له ۳۰ کلونو راهيسې، د چین ځواکونو د ملګرو ملتونو په ۲۵ سوله ساتو  دندو کې ګډون کړی او په عموماً توګه يې نږدې ۵۰ زره سرتيري ورليږلي دي. 

تان که فې وويل، چې چین به راتلونکي کې د سوله ساتو د نړیوالو دندو لپاره یوه ۸۰۰۰- کسیزه ډله جوړه کړي او  د ملګرو ملتونو  له سوله ساتو  دندو څخه به زیات ملاتړ وکړي. (هيله)