د روان کال په لومړيو درېيو ربعو کې د چین د دولتي تصدیو ګټې 55.4 سلنه زياتې شوي
cri2021-10-29 10:59:36
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چین د ماليې وزارت د اکتوبر په ۲۸مه نېټه یوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې، د روان کال په لومړیو درېيو ربعو کې دغه هېواد کې د دولتي تصدیو ګټې مخ په زياتېدو وې او عمومي ګټې يې درې زره او پنځه سوو ميليارډو یوانو ته رسېدلي او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت 55.4 سلنه زیاتوالی ښيي، په تېرو دوو کلونو کې دغه شمېر په منځنۍ توګه 13.5 سلنه زیات شوی دی. (هيله)