چين له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې فعال پاتې شوی دی
cri2021-10-29 15:03:51
شريکول:

نړۍ په دې وروستیو کلونو کې ډېره ګرمه شوې او ورځ تر بلې نوره هم ګرميږي او د نړيوالې ټولنې لپاره اوس د اقلیمي بدلون پروړاندې مقابله یو عاجل کار ګرځېدلی دی. د چين حکومت په دې وروستيو ورځو کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د چين د تګلارو او عملياتو په نوم سپين کتاب خپور کړی دی.

په ياد کتاب کې د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د چين وروستي پرمختګونه او لاسته راوړنې پېژندل شوي او دا پکې په ډاګه شوې، چې چين د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقابلې نړيوال مسؤليت پرغاړه اخیستی او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره هڅې کوي.

دا له ۲۰۱۱ کال راهيسې د چين دوهم ځل دی، چې په ملي کچه د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه سپين کتاب خپروي. له دې څخه څرګندېږي، چې چين د اقليمي بدلون پر وړاندې تل فعال پاتې شوی دی. 

چين د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې (۲۰۱۵-۲۰۱۱) له اقليمي بدلون سره د مقابلې په اړه ملي اقتصادي او ټولنيز پلان جوړ کړی دی. نن ورځ له اقليمي بدلون سره مقابله د چين په ملي ستراتيژۍ کې ځانګړی ځای لري او د پام وړ پايلې يې تر لاسه کړې دي.

چين اوس مهال په بنسټيزه توګه د کاربن ډای اکسايد د چټکې او ډېرې ايستنې مخه نيولې او د شنو خونو د ګازونو خپرېدل يې په اغيزمنه توګه کنټرول کړي دي.

 د ياد سپين کتاب د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې د چين د کاربن د خپرېدو اندازه د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۱۸ اعشاريه ۸ سلنه ټيټه شوې او د ۲۰۰۵م کال په پرتله ۴۸ اعشاريه ۴ سلنه ټيټ شوې ده.

چين په نړۍ کې د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه د اقتصادي خوځښت، د خلکو د ژوند د ښه والي، د ککړتيا د کنټرول او د انرژۍ امنيت د ساتلو په ترڅ کې ياد بدلون تر لاسه کړی او دا اسانه چاره نه ده. د دې تر شا د چين د مرکزي او ځايي حکومتونو او د ټولو چينايانو اوږدمهاله هڅې دي.

چين د نړيوال اقليمي بدلون په چارو کې هم فعال ګډون لري. چين وايي، که په راتلونکي کې نړيوال حالت هر څنګه بدليږي، خپلې ژمنې به پوره کوي او پر له پسې به پر څو اړخيزم ټينګار وکړي، د ګډې خو بېلې دندې له لارې به پاريس تړون پوره تطبيق کړي.

 د برازيل اقتصاد پوه او د چيني چارو په اړه د دې هيواد د څېړنيز مرکز مشر روني لينس په دې اند دی، چې چين به د نړۍ د اوسنيو او راتلونکو نسلونو د ژوند د ښو شرايطو لپاره د پام وړ مرسته وکړي.