چين نړيواله او سيمه ييزه سوله او امنيت ساتي
cri2021-10-30 15:34:08
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر پر ۲۸مه په نيويارک کې د م م په مقر کې د ملګرو ملتونو د ۷۰ مې عمومي اسمبلۍ مباحثوي غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه او د ګډ، مجموعي، همکاريز او دوامدار امنيت د نوې مفکورې د رامنځته کولو وړانديز يې وکړ. له تېرو شپږو کلونو راهيسې چين په فعاله توګه ياد مفهوم پلی کړی او د خوندي نړۍ د جوړولو لپاره يې خدمتونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي په توګه، چين په پرله پسې توګه د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د سوله ييز حل لپاره هڅه کوي او د خبرو اترو له لارې د ايران د ذروي مسئلې، د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې، د فلسطين او اسرائيلو د شخړې او د افغانستان مسئلې د حل لپاره کوښښ کوي. چين تل د نړيوالو شخړو د حل لپاره د چيني ځانګړتيا لرونکي لارې کاروي او تل يې سولې، مشروعيت او رغنده توب ته غاړه ايښې ده.

په ۲۰۲۱ کال کې چې امریکا په بېړه له افغانستانه خپل ځواکونه  وایستل، د افغانستان وضعیت یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. چين د افغانستان د مسئلې په حل کې د ملګرو ملتونو د لارښوونکي رول ملاتړ کوي، د سياسي جوړجاړي بنسټيز لوري او د افغانانو د رهبرۍ پر اصولو عمل کوي او د افغانستان د سولې او ثبات د راستنېدو په برخه کې مرستې ته ژمن دی. د روان کال په اګست میاشت کې د افغان طالبانو ویاند سهیل شاهین د چین د رغنده رول له امله مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې چین د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته وکړي. هغه وويل، موږ څو ځلې له چين څخه ليدنه کړې او چين تل د افغانستان د سولې په بهير کې رول لوبولی دی، په تېره بيا د افغانستان د سولې او پخلاينې په اوسني بهير کې، چين مهم رول لوبولی دی. ده زیاته کړه، چې موږ هيله لرو، چين په راتلونکي کې هم د افغانستان د ابادۍ په برخه کې خدمتونه وکړي او افغانان ورته سترګې په لار دي.

د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د چين د حکومت له خوا د افغانستان لپاره د بېړنيو بشري مرستو لومړۍ جوپه د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ورسېده. د افغانستان د لنډ مهاله حکومت د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل حقاني په هوايي ډګر کې د هغه هرکلی وکړ. حقاني وويل چې چين زموږ ګاونډى دى. موږ له دې مرستو څخه مننه کوو. موږ هيله لرو چې چين به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. دا د ښې دوستۍ نښه ده.

په دې وروستيو کلونو کې، چين د امنيت د نوې مفکورې په ساتلو سره، د نړيوال امنيت د ادارې د ښه والي لپاره جوړوونکی ځواک ګرځېدلی دی. د سچیلر څېړنيز انسټيټيوټ غړي او د نړيوالو مسئلو کارپوه پیریموني په دې باور دی چې چين په نړيوالو چارو کې په سوله کې د ګډ ژوند پر پنځو اصولو ټينګار کوي او نړيوالې سولې او پرمختګ ته ژمن دی، ترڅو ګډې ګټې او برياليتوبونه تر لاسه کړي. پیریموني زياته کړه، چې چين په سوله کې د ګډ ژوند د پنځو اصولو درناوی کوي، دا ښيي چې چين د هېڅ هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي. د بېلګې په توګه، چين  په سوريه او عراق کې پوځي مداخله نه ده کړې، بلکې د دوی په پرمختګ او بيارغونه کې  یې مرسته کړې دي. دا ډول طریقه ډېره معقوله ده، ځکه چې موږ له ډېر پخوا څخه پوهیږو چې سوله یوازې د دوامداره همغږۍ او پرمختګ په اساس ترلاسه کېدای شي. دا د چين اوسنۍ غوښتنه هم ده.