سوريې د چين په وړاندې د امريکا پاليسي وغندله
CMG2021-10-30 15:04:58
شريکول:

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۲۸مه نېته په يوه اعلاميه کې وويل، چې د تايوان مسئلې په اړه د امريکايي حکومت وروستي بيانونه او کړنې د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده، چې د چين حتی د اسيا د امنيت او سولې لپاره ګواښ دی. سوريه د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي، د چين په کورنيو چارو کې، په تېره بيا د تايوان، هانکانګ او شينجيانګ په چارو کې له هرې لاسوهنې سره کلک مخالفت کوي او د چين په اړه د امريکا د پاليسۍ او د امريکايي چارواکو ددريځ غندنه او مخالفت کوي.

سوريې په ياده اعلاميه کې هم د امريکا، بريتانيا او استراليا د هغه اعلان په اړه، چې په استراليا کې به ذروي اوبتل جوړ کړي، ډېره اندېښنه څرګنده کړې او پکې راغلي، چې د دوی داسې چلند به سيمه ييز کړکېچ  زیات کړي او نړيوالې سولې او امنيت ته به ګواښ  پېښ کړي.