د اروپايي شورا رئيس او د اروپايي ټولنې د کمېټې مشر په دې وروستيو کې د اروپايي پارلمان او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د پارلمانونو ځينو غړو ته د هغې پېښې په اړه د خپلې پاملرنې د څرګندولو ګډ پيغام ليږلی، چې ليتوانيا د تايوان له ادارې سره د متقابلو نماينده ګيو د جوړونې له امله د چين له غندنې سره مخه ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ياد پيغام په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د يو چين پېژندنې اصل د نړيوالې ټولنې ګډه نظريه او د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو سياسي بنسټ دی. ده زیاته کړه، چې چين د هغو هېوادونو او تايوان د ادارې ترمنځ له رسمي تګ راتګ سره ټينګ مخالفت کوي، چې له چين سره يې ديپلوماتيکې اړيکې موجودې دي. چين د ليتوانيا له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې له چين سره د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګولو په وخت کې شوې سياسي ژمنې مراعات کړي او غلطه پرېکړه و نه کړي. نوموړي وويل، چې اروپا بايد مناسب دريځ غوره کړي، څو د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د پراختیا لپاره خنډ نشي.