شي جين پينګ د بريتانيا له لومړي وزير بوريس جانسن سره ټیلیفوني خبرې وکړې
CRI2021-10-30 15:36:10
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د بريتانيا له لومړي وزير بوريس جانسن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې متقابل اعتماد، پېژندنه او د توپيرونو پر وړاندې مناسب چلند په جلا جلا توګه د چين او بريتانيا ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا بنسټ، مخکینی شرط او مرکز دی. چين له بريتانيا څخه غواړي، چې  حقیقت ته دې درناوی وکړي او د چين د پرمختګ د لارې او نظام په اړه دې هراړخيزه او عيني رويه غوره کړي. چين هرکلی کوي، چې بريتانيا دغه هېواد ته د ښه کيفيت نور زيات توليدات صادر کړي او د طبي چارو، زرغون پرمختګ، ډيجټالي اقتصاد، پولي چارو او نوښت په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ زياتې کړي. چين هيله لري، چې دواړه خواوې د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو فرصت ونيسي او خپلمنځي سپورټي همکارۍ او کلتوري تګ راتګ پياوړی کړي. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې دواړه هېوادونه بايد رښتينی  څو اړخیزتوب عملي کړي.

بوريس جانسن د بريتانيا او چين ترمنځ د اړيکو په اړه د شي جين پينګ له نظريو سره هوکړه وکړه او و يې ويل، چې دواړه هېوادونه د نړۍ د عامې روغتيا، د نړيوال اقتصاد د احيا، د ايران د ذروي مسئلې او د ترهګرۍ ضد مبارزې په شمول په زياتو مهمو چارو کې ګډې نظريې او ګډې ګټې لري او خپلمنځي صميمي خبرو اترو او دوستانه همکاريو ته اړتيا لري.