د چين او اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرانو سره وکتل
CMG2021-10-30 15:03:06
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزير وانګ یي د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د اټاليا په پلازمېنې روم کې د اندونيزيا د بهرنيو چارو له وزيرې ريټنو مارسودي سره وکتل.

وانګ يي په ياده ليدنه کې وويل، چې د چين او اندونيزيا ترمنځ اړيکې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې ښې روانې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اعتماد په دوامدار ډول ژور شوی، تجارتي تګ راتګ زيات شوی، د پانګونو همکارۍ پراخې شوي او د کرونا وبا ضد مبارزه کې ښه کارونه تر سره شوي. ده زیاته کړه، چې چين غواړي له اندونيزيا سره ستراتيژيکي تبادلې وساتي، متقابل ګټورې همکارۍ ژورې کړي او په يووالي  سره د کرونا وبا خپرېدل پای ته ورسوي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نور زيات پرمختګ  ومومي.

ريټنو د وانګ يي د يادو خبرو په اړه هوکړه وښوده. هغې له چين څخه مننه وکړه، چې د کرونا وبا ضد  مبارزه کې يې دغه هېواد ته واکسين برابر کړی. دغه هېواد غواړي له چين سره په ګ‌ډه  په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، څو خلکو ته ګټې ورسوي.

يادو دواړو خواوو د شلو هېوادونو د ګروپ د همکاريو په اړه هم د نظريو تبادله وکړه.