وانګ يي: د امريکا په شمول د ګوتو په شمېر هېوادونو کړنو د تايوان تنګي سوله او ثبات زیانمن کړی
CMG2021-10-30 15:39:37
شريکول:

د امريکا په شمول، د ګوتو په شمېر هېوادونو په دې وروستيو کې له دې څخه ملاتړ څرګند کړ، چې (( تايون د ملګرو ملتونو په سيستم او نړيواله ټولنه کې برخه لري.)) د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه د ایټالیا په روم کې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د دې خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ.

وانګ يي وويل، چې دا د نړيوالې ټولنې ګډه نظريه او د نړيوالو اړيکو اصل دی، چې په نړۍ کې د چين په نوم يوازې يو هېواد شته او تايوان د چين يوه برخه ده.

وانګ يي زياته کړه،  د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۲۷۵۸م پريکړه ليک، چې په ۱۹۷۱م کال کې تصويب شوی، د سياست، عدلي چارو او تشريعاتو په برخو کې په ملګرو ملتونو کې د چين ولسي جمهوريت د نمايندګۍ حق مسئله پوره حل کړې ده.

نوموړي دې ته اشاره وکړه، چې د تايوان مسئلې په اړه د امريکا په شمول د ګوتو په شمېر هېوادونو ځينې کړنې له خپلو سياسي ژمنو او ۲۷۵۸م پريکړه ليک څخه سرغړونه ده او د تایوان تنګي سوله او ثبات يې زیانمن کړی. د دوی دغه ناوړه موخه به هرومرو ناکامه شي.