رښتينی څواړخيزتوب د ختيځې آسيا د ګډ پرمختګ کيلي ده
CMG2021-10-30 15:42:21
شريکول:

د ختيځې آسيا شپاړسمه سرمشريزه غونډه په دې وروستيو کې پای ته ورسېده. د چين استازي په دغه انلاين سرمشريزه غونډه کې د کرونا وبا ضد ګډې مبارزې، د زرغون پرمختګ د پياوړتيا او د جنوب ختيځې آسيا د هېوادونو ټولنې له مرکزي مقام څخه د ملاتړ په شمول څو پېشنهادونه کړي دي.

دغه سرمشريزه غونډه د داسې وضعيت پر وړاندې تر سره شوې، چې کرونا وبا په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده او نړيوال اقتصاد له ستونزو سره مخ دی. دا د چين تلپاتې دريځ او نظريه ده، چې د ستونزو پر وړاندې بايد پرمختګ ته د لومړيتوب ورکولو پر اصل ټينګار وشي. د چين استازي په دغه غونډه کې له ګډونوالو وغوښتل، چې د کرونا وبا ضد مبارزې او د اقتصاد د احيا لپاره دې هڅې وکړي، څو نړيوال پرمختګ ته خوځنده ځواک برابر کړي.

د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې، چين نړيوالې ټولنې ته د کرونا وبا ضد يو ميليارډ او ۵۸۰ ميليونه دوزه واکسين او اومه توکي ورکړي، چې له دې جملې څخه د جنوب ختيځې آسيا د هېوادونو ټولنې غړو هېوادونو ته د برابر شوي واکسين شمېر ۴۶۰ ميليونو دوزو ته رسيدلی دی. دغه هېواد څرګنده کړې، چې د واکسين توليد او وېش د سيمه ييزو مرکزونو د جوړولو په برخه کې به د نوموړې ټولنې له غړو هېوادونو سره مرستې وکړي.

د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه تېر کال د چين لومړی لوی سوداګريز ملګری ګرځېدلی دی. د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۶۳۰ ميليارډه او ۵۴۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته  رسېدلی، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۳۱.۱ زياتوالی ښیي.

د تاريخ له تجربو او حقيقت څخه دا  معلومیږي، چې پر رښتيني څواړخيزتوب ټينګار کول، د جنوب ختيځې آسيا د هېوادونو ټولنې مرکزي مقام ته درناوی کول او له دې سيمې څخه د بهرنيو لويو هېوادونو د تخريبي کړنو او مداخلو ردول د ختيځې آسيا په همکاريو کې د لاسته راوړنو کيلي دي.