ايران: پر ايران د امريکا له نويو بندیزونو څخه معلومیږي، چې امريکا د اعتماد وړ نه ده
CMG2021-10-30 15:04:36
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند خطيب زاد د اکتوبر په ۲۹مه نېټه وويل، امريکا د ايران د بې پيلوټه الوتکو په پروګرام کې پر ځينو برخوالو سازمانونو او شخصيتونو بنديزونه  لګولي، له دې څخه د امريکا د تضاد چلندونه په ډاګه شوي.

نوموړي وويل، چې د امريکا اوسنی حکومت له يوې خوا هيله ښودلې چې د ايران د ذروي مسئلې په هراړخيز تړون کې بېړته ګډون وکړي، له بلې خوا د ټرمپ حکومت په شان بنديزونه لګوي. له دې څخه دا څرګندېږي، چې امريکا د اعتماد وړ نه دی. ده ټینګار وکړ، چې د امريکا بندیزونه به د امنيت او ارامتيا پر ساتنې د ايران د حکومت ټينګه اراده  کمزورې نه کړي.