چین په تېرو لسو کلونو کې د ايکولوژيکي ساتنې او ابادۍ په برخو کې ډېر مهم کارونه تر سره کړي
CMG2021-10-30 15:02:37
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اکتوبر په ۲۹مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه. د چين د طبيعي سرچينو وزير لو هاو په دې ناسته کې  وویل، چې چين په تېرو لسو کلونو کې د ايکولوژيکي ساتنې او ابادۍ په برخو کې ډېر مهم کارونه  کړي، چې له امله یې د ځنګلونو، ورشو، لندو ځمکو، سيندونو او جهيلونو په شمول ، څه باندې ۱۷۳ زره کيلومتر مربع مساحت زيات  شوی دی.

د شمېرنې له مخې، د چين د پرمختګ د ۱۳م پنځه کلن پلان په موده کې، په ټول هېواد کې ۳۶۳ زره کيلومتره مربع ځنګلونه جوړ شوي، چې په ټول هېواد کې په ځنګلونو پوښل شوی انډول ۲۳ سلنې ته لوړ شوی او د صحرايي شويو ځمکو د سمسورتيا مساحت ۱۰۰ زره کيلومتره مربع ته رسېدلی دی.