د جنوبي افريقا د المپيک کمېټې د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو پر ملاتړ رسمي اعلاميه خپره کړه
CMG2021-10-30 15:37:24
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ المپيک ژمنۍ لوبې به په نژدې مياشتو کې پيل شي. د جنوبي افريقا سپورټي ټولنې او د المپيک کمېټې په دې وروستيو کې د يوې رسمي اعلاميې په خپرولو سره د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو انتظامي کمېټې ته نيکې هيلې وړاندې کړې.

بېجينګ به په نړۍ کې لومړی ښار وي، چې د المپيک د دوبنيو او ژمنيو لوبو کوربه توب کوي. د جنوبي افريقا د المپيک کمېټې مشر بري هندريک وويل، چې دغه هېواد هيله لري، له چين سره دغه برياليتوب ولمانځي.

د جنوبي افريقا د المپيک کمېټې سرپرست اجرائيوي مشر لاوي ګوينډ وويل، که څه هم د افريقا جنوبي هوا ګرمه ده او د المپيک ژمنيو لوبو د ګڼ شمېر لوبغاړو د روزلو طبيعي شرايط نه لري، خو دغه هېواد د بېجينګ د المپيک له ژمنيو لوبو څخه ملاتړ کوي.