امريکا د ژمنيو لوبو په برخه کې غوره والی لري. ډېرو امريکايي خلکو هیله ښودلې، چې د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکي او پای مراسم او ډول ډول لوبې وګوري، باور لري چې د بېجينګ المپيک ژمنۍ لوبې به نړۍ حیرانه کړي.
ځينو امريکايانو وويل، چې د المپيک ژمنۍ لوبې د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړو د سياليو لپاره ډګر دی او سیاست باید پکې دخیل نشي.
د واشنګټن ځايي وګړې میکاينا د CGTN خبريال ته وويل، چې ډېر امريکايان د ۲۰۰۸ کال د بېجینګ المپيک دوبنيو لوبو د په زړه پورې نندارو او سياليو په اړه ژورې خاطرې لري او باور لري چې د بېجينګ د المپيک ژمنۍ لوبې به یو ځل بیا نړیوال حیران کړي .