د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د ايټاليا په پلازمېنې روم کې د روغتيا نړيوال سازمان له عمومي مدير تدروس سره وکتل.
وانګ یي وويل، چې چين د روغتيا نړيوال سازمان رول ته په درنه سترګه ګوري او غواړي د کرونا ويروس ضد د واکسين د برابر وېش، د اړوندو دواوو د څېړنې او د کرونا وبا ضد مبارزه کې له افريقايي هېوادونو سره د همکاريو د زياتولو په برخو کې خپل خدمتونه وکړي.
نوموړي هيله وښوده، چې دغه سازمان پر علمي رويې او يووالي ټينګار وکړي او د وبا ضد مبارزه کې له سياسي چلند سره مخالفت وکړي.
تدروس وويل، چې د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا وبا ضد مبارزه کې له بېلابېلو هېوادونوسره د چين د مرستو او ملاتړ او د واکسين د برابر وېش لپاره د دغه هېواد د خدمتونو ستاينه کوي. ده زیاته کړه، چې دغه سازمان به د وبا ضد مبارزه کې له سياسي چلند سره مخالفت وکړي او په علمي رويې سره به د کوويډ-۱۹ ويروس د ريښې د لټون څېړنې تر سره کړي.