شي جين پينګ د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې د لومړۍ مرحلې په غونډه کې وينا وکړه
CMG2021-10-31 14:40:49
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۳۰مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د شلو هېوادونو ډلې (۲۰G) د شپاړسمې سرمشريزې د لومړۍ مرحلې په غونډه کې ګډون او يوه مهمه وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه، چې په نړۍ کې له تېرو سلو کلونو راهيسې بې ساري او ستر بدلونونه روان دي او کرونا وبا د خپرېدو په حال کې  ده. د شلو هېوادونو ډله بايد د دغو ستونزو او ننګونو پر وړاندې د نړيوالې اقتصادي همکارۍ د عمده فورم په توګه خپل مسئوليت پر غاړه واخلي، د انسانانو د ښه راتلونکي او د خلکو د ګټو لپاره دې پر ورخلاصون، ټولشموليت او همکارۍ ټينګار وکړي، رښتينی څواړخيزتوب دې عملي کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې هڅې وکړي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې پنځه وړانديزونه وکړل.

لومړی وړانديز دا دی، چې نړيواله ټولنه بايد د کرونا وبا پر وړاندې لاس يو کړي، د دغې وبا د وقايې، کنټرول او درملنې په برخو کې دې همکارۍ پياوړې کړي او د عامې روغتيا د لويو بېړنيو پېښو ضد د مبارزې ظرفیت دې لوړ کړي.

دغه راز نوموړي د کرونا وبا ضد واکسين د نړيوالو همکاريو پېشنهاد بيان کړ او و يې ويل، چې چين تر اوسه پورې له ۱۰۰ زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته يو ميليارډ او ۶۰۰ ميليونه دوزه واکسين برابر کړی او په روان کال کې به بهر ته تر ۲ ميليارډو دوزو زيات واکسين ورکړي. چين له ۱۶ هېوادونو سره د واکسين د توليد په برخه کې همکارۍ کړي او له ۳۰ هېوادونو سره يې د يو کمربند او يوې لارې د واکسين د همکاريو پېشنهاد کړی دی.

دوهم وړانديز دا دی، چې نړيواله ټولنه بايد خپلمنځي همغږي پياوړې کړي او بيا سمسورتيا دې ومومي، د سوداګرۍ نړيوال سازمان په  مرکزیت دې د څو اړخيزې سوداګرۍ نظام وساتي، پرانيستی نړيوال اقتصاد دې اباد کړي او د پرمختيايي هېوادونو حقونه او پرمختګ دې تامين کړي. چين وړانديز کړی، چې د صنعتي چارو او عرضې د ځنځير ثابت نړيوال فورم دې جوړ شي.

درېيم وړانديز دا دی، چې نړيواله ټولنه بايد ټولشموليت، ګډې ګټې او ګډ پرمختګ وهڅوي، په نړیوال پرمختګ کې دې د خلکو پر مرکزي مقام ټينګار وکړي، د پرمختګ عدالت، اغېزې او ټولشموليت دې پياوړی کړي او د دې لپاره تر وسې پورې هڅه وکړي، چې هېڅ هېواد د پرمختګ له جريان څخه شا ته پاتې نه  شي. پرمختللي هېوادونه بايد خپلې شوې ژمنې عملي کړي او له پرمختيايي هېوادونو سره دې مرستې زياتې کړي.

څلورم وړانديز دا دی، د شلو هېوادونو ډله بايد د نوښت له لارې د پرمختګ خوځنده ځواک ومومي او د پراخ ګډون او ګډو نظريو پر بنسټ دې مقررات وټاکي، څو د نوښت له لارې د پرمختګ د هڅولو لپاره ښه زمينه برابره کړي. د کوچنيو کړيو جوړونه او د ايديولوژیو له مخې د مختلفو ډلو ټاکنه د جلاوالي او خنډونو سبب ګرځي او د علمي تکنالوژۍ  نوښت زیانمنوي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې چين د ډيجټالي اقتصاد نړيوالو همکاريو ته په درنه سترګه ګوري او پرېکړه یې کړې، چې د ډيجټالي اقتصاد په همکاريز تړون کې د ګډون غوښتنليک وړاندې کړي.

پنځم وړانديز دا دی، چې نړيواله ټولنه بايد د چاپيريال ساتنې لپاره ګډې هڅې وکړي.

رئيس شي وويل، چې چين د چاپيريال ساتنې په برخه کې خپل نړيوال مسئوليت پر غاړه اخيستی، د زرغون اقتصاد په لوري يې د بدلون لپاره ډېرې هلې ځلې او د اقليمي بدلون ضد هڅې زياتې کړي. چين دې ته ژمن دی، چې له ۲۰۳۰م کال مخکې به د کاربن د ايستلو اندازه اوج ته ورسوي او له ۲۰۶۰م کال مخکې به کاربن نيوټرال رامنځته کړي. نوموړي زياته کړه، چې چين به خپله ژمنه عملي کړي او له نورو هېوادونو سره به د زرغون او دواملرونکي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

شي جين پينګ د خپلې وينا په پای کې پر دې ټينګار وکړ، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي د بېلا بېلو هېوادونو نه ستومانه کېدونکیو کوښښونو ته اړتيا لري. نوموړي وويل، چې که څه هم د پرمختګ لاره اوږده او له ستونزو او ننګونو ډکه ده، خو که دوامداره ګامونه پورته کړو، اخر به موخې ته ورسېږو او روښانه راتلونکی به خپل  کړو.