شي جين پينګ: د چین پرمختګ به د بېلابېلو هېوادونو لپاره نور فرصتونه او نړۍ ته نور خوځنده ځواک برابر کړي
CMG2021-10-31 11:21:33
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۳۰مه نېټه له بېجينګ څخه د شلو هېوادونو ډلې د ۲۶مې سرمشريزې د لومړۍ مرحلې غونډې ته ويډيويي وينا وکړه.

شي جين پينګ وويل، چې چين به پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار وکړي، خپل لوی بازار به نړۍ ته په لا پراخه توګه پرانيزي، د ورخلاصون په موخه به اړوند مقررات، ادارې او معيارونه لا بشپړ کړي، د پوهنې ملکيت حق خونديتوب ته به دوام او وده ورکړي، د سوداګريز چاپيريال د بازاري، قانوني او نړيوال کېدو لپاره به دوامداره کوښښونه وکړي او د چيني او بهرنيو تصديو لپاره به عادلانه او برابر بازار برابر کړي. ده باور وښود، چې د چین پرمختګ به د بېلابېلو هېوادونو لپاره نور فرصتونه او نړۍ ته نور خوځنده ځواک برابر کړي.