د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه کې د واکسين برابر وېش غوښتل شوی
CMG2021-10-31 15:19:29
شريکول:

د زياتو هېوادونو مشرانو او د نړيوالو سازمانونو مسئولينو د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د کرونا وبا ضد مبارزه کې او د واکسين د برابر وېش په برخه کې همکارۍ پیاوړې کړي.

د شلو هېوادونو ډلې د نوبتي رئيسه هېواد ايتاليا صدراعظم ماريو دراغي په همدې ورځ د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه. هغه له بېلابېلو هېوادونو څخه  وغوښتل، چې ‌ډېر وروسته پاتې هېوادونو ته دې واکسين برابر او د واکسين د عادلانه وېش لپاره هڅه وکړي.

نوموړي وويل، چې اوس د کرونا ويروس ضد واکسين ورکولو په برخه کې د پرمختللو او وروسته پاتې هېوادونو ترمنځ لوی توپير  موجود دی، کوم چې د بشريت له لحاظه د منلو وړ نه دی او د نړيوال اقتصاد د احيا پروسه به ويجاړه کړي. ده زیاته کړه، چې څواړخيزتوب د نړۍ د اوسنيو ستونزو د حل لپاره تر ټولو ښه  لاره ده.