د چين د بهرنيو چارو وزارت: د کوويډ-۱۹ ويروس د ريښې د لټون په اړه د امريکا راپور سياسي او جعلي دی
CMG2021-10-31 15:18:49
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په دې وروستيو کې د کوويډ-۱۹ ويروس د ريښې د لټون په اړه د امريکايي راپور په هکله د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ.

نوموړي وويل، کله چې د امريکا استخباراتي ارګان په تېر اګست کې د کوويډ-۱۹ ويروس د ريښې د لټون په اړه هغه تش په نوم راپور خپور کړ، چين ورسره ټينګ مخالفت څرګند کړی دی. نوموړي زياته کړه، چې د دغه راپور اصلي بڼه سياسي او جعلي ده، نو دغه راپور علمي او د اعتماد وړ نه دی. چين دغه راپور د امريکا له خوا د کوويډ-۱۹ ويروس د ريښې لټون چارو ته د سياسي رنګ ورکولو هڅه بولي.