شي جين پينګ: د شلو هېوادونو ډله دې څواړخيزم عملي او د انسانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي
CMG2021-10-31 00:02:54
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۳۰مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې په لومړۍ پړاويزه ناسته کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د شلو هېوادونو ډله دې د نړيوال وضعيت د لويو بدلونونو او د کرونا وبا د خپرېدو پر وړاندې، د نړيوالو اقتصادي همکاريو د عمده فورم په توګه خپل مسئوليت پر غاړه واخلي، د انسانانو د ښه راتلونکي، د خلکو د ګټو لپاره دې پر ورخلاصون، زغم او همکارۍ ټينګار وکړي، رښتینی څواړخيزم دې عملي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.