شي جين پينګ: د چاپيريال ساتنې او اقتصادي پرمختګ ترمنځ دې برابري او همغږي وساتو
CMG2021-10-31 22:32:08
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۳۱مې نېټې په شپه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د شلو هېوادونو ډلې (G۲۰) په ۱۶مه سرمشريزه کې ګډون او وينا وکړه.
نوموړي په خپله وينا کې په اشارې وويل، چې په ګردې نړۍ کې له تېرو څو کلونو راهيسې د اقليم سختې پېښې رامنځته کيږي او د اقليمي بدلون ضد مبازره د نړۍ بېړنۍ او ضروري دنده ګرځېدلې ده. د انرژۍ په نړيوالو بازارونو کې د بيو څپې موږ ته خبر راکړی، چې د چاپيريال او اقتصادي پرمختګ برابري او همغږي دې يو ځای پرمخ بوځو او د اقليمي بدلون ضد مبارزې او د خلکو د ښه ژوند برابرولو لپاره دې ګډې هڅې وکړو.
هغه زياته کړه، چې له اقليمي بدلون سره مبارزه او د انرژۍ د جوړښت بدلون د ټکنالوژۍ پر پرمختګ تکيه لري او په دې برخه کې بايد د شلو هېوادونو ډلې غړي له نورو مخکې پياوړې ټکنالوژي وکاروي. د دې ترڅنګ پرمختللي هېوادونه بايد خپلې ژمنې پلې کړي او له پرمختيايي هېوادونو سره دې پولي مرستې وکړي.