شي جين پينګ د واکسين د نړيوالو همکاريو پېشنهاد وکړ
CMG2021-10-31 11:00:10
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۳۰مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د شلو هېوادونو ډلې د ۱۶مې سرمشريزې د لومړۍ مرحلې په غونډه کې ګډون او وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې د کرونا ضد واکسين د نړيوالو همکاريو پېشنهاد  وکړ.

په دغه پېشنهاد کې شپږ ټکي شامل دي.

 لومړی ټکی دا دی، چې نړيواله ټولنه بايد د واکسين د علمي څېړنې په برخه کې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي او د واکسين د څېړنې او توليد په برخه کې دې د واکسين توليدوونکو تصديو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ له همکاريو څخه ملاتړ وکړي.

دوهم ټکی دا دی، چې نړيواله ټولنه بايد د واکسين په چارو کې د عدالت او برابرۍ پر اصل ټينګار وکړي، پرمختيايي هېوادونو ته دې د واکسين عرضې زياتې کړي او تر ۲۰۲۲م کال پورې د واکسين د تطبيق په اړه د روغتيا نړيوال سازمان موخه دې پوره کړي.

درېيم ټکی دا دی، چې نړيواله ټولنه بايد د روغتيا نړيوال سازمان وهڅوي، چې د کرونا ضد واکسين د پوهنې مالکيت حق د معافولو په اړه ژر پرېکړه وکړي. نړيواله ټولنه بايد د واکسين توليدوونکي تصدۍ وهڅوي، چې پرمختيايي هېوادونو ته اړوندې تکنالوژۍ ورکړي.

څلورم ټکی دا دی، چې نړيواله ټولنه بايد نړيوالې تجارتي همکارۍ پياوړې کړي او د واکسين او اړوندو اومو موادو سالمې سوداګرۍ دې تامين کړي.

پنځم ټکی دا دی، چې د بېلا بېلو ډولو واکسينونو پر وړاندې بايد برابر سلوک غوره شي او د واکسين د بېړنۍ استفادې له هغه لېست سره سم دې د واکسين د منلو چلند چټک کړي، چې د روغتيا نړيوال سازمان له خوا خپور شوی.

شپږم ټکی دا دی، چې نړيواله ټولنه بايد د واکسين د نړيوالو همکاريو په تېره بيا د پرمختيايي هېوادونو د لاسرسي لپاره پولي مرستې برابرې کړي.