په امريکا کې بايد د کرونا وبا د سرچينې پلټنه وشي
cri2021-11-01 15:35:38
شريکول:

د امريکا د استخباراتو ملي ادارې په دې وروستيو کې د کرونا وبا د سرچينې په اړه د تش په نوم د پټې ارزونې راپور په خپرولو سره يو ځل بيا د دغه ويروس د سرچينې د پلټنې په اړه بې ځایه ارزونه او څرګندونې کړي او غواړي د نړيوالو پاملرنه بلخوا ته واړوي، خو په حقیقت کې د دغه هيواد داسې کړنې نړيوالې ټولنې ته دا پيغام ورکوي، چې بايد په امريکا کې د کرونا وبا د سرچينې د موندلو په تړاو پلټنه تر سره شي.
امريکا دا حق نه لري، چې د روغتیا نړيوال سازمان له ګډون څخه پرته د کرونا وبا سرچينه وپلټي.
د امريکا استخباراتو ادارې د سږ کال په اګېست کې د کرونا ويروس د ارزونې راپور خپور کړ، چې د نړيوالې ټولنې له پراخ غبرګون سره مخ شو او د دغې ادارې دغه کړنه یې سخته وغندله.
د امريکا استخباراتو ادارې د تازه ارزونې نتيجه له مخکينې پلټنیز راپور سره مشابهت لري او بيخي بې اساسه او بې اعتباره بلل کېږي.
(شکريه)