ايا امريکا به د فورټ ډيټريک بيولوژيکي لابراتوار په اړه څېړنيز راپور خپور کړي؟
CRI2021-11-01 17:26:57
شريکول:

امريکا د کوويډ-۱۹ ويروس د رېښې د لټون په پلمه پر چين ډېر تورونه لګولي او لا هم لګيا ده، په دې برخه کې هيڅ هڅه نه سپموي. د دغه هېواد استخباراتي ادارې په تېر اګست کې يو اړوند راپور خپور کړ او په دې وروستيو کې يې د دغه راپور يوه بله بڼه هم خپره کړې ده. که څه هم د دې راپور په نوې بڼه کې محتويات لږ څه زيات شوي، خو معلومات يې ټول پر دروغو ورټول او جعلي دي. 

د کوويډ-۱۹ د ريښې د لټون په اړه د امريکا د استخباراتي ادارې راپور د حقيقت د پيدا کولو په موخه نه دی جوړ شوی او موضوعات يې هم هيڅ علمي بنسټ نه لري او د اعتماد وړ نه دي.

په نړۍ کې د امريکا د فورټ ډيټريک بيولوژيکي لابراتوار په اړه د څېړنې او پلټنې غږ پورته شوی دی. د امريکا استخباراتي څانګې د راپورونو په ليکلو ښه لاس لري، نو ولې نه غواړي، چې د فورټ ډيټريک بيولوژيکي لابراتوار په اړه يو راپور خپور کړي؟