وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره وکتل
cri2021-11-01 10:59:51
شريکول:

 د چين د دولتي چارو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اېټاليا په پلازمېنې روم کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره وکتل.

وانګ يي وويل، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو په تېرو دوو تليفوني خبرو کې پر مهمو او ګډو نظريو خبرې کړې وې او پر دې مو ټينګار کړی و، چې دوه اړخيز ډيالوګ دې بيا پيل کړي او د متقابل مقاومت مخه دې ونيسي.د اوس لپاره تر ټولو بيړنۍ دنده د مشرانو ترمنځ موافقې پلې کول دي.

دا د دواړو خواوو لپاره اوسنۍ بېړنۍ دنده ده، چې يادې ګډې نظريې پلې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکي پړاو تګ راتګ لپاره ښه زمينه برابره کړي.

نوموړي وويل، چې په راتلونکي کې به له خپل امريکايي سیال سره په اړيکه کې واوسي او د خپلمنځي توپيرونو د کنټرول او د رامنځته کېدونکو مسئلو د حل وفصل په هکله به ورسره د نظريو تبادلې وکړي، تر څو د دواړو هيوادونو متقابل تفاهم لاټينګ او خپلمنځي همکارۍ یې پياوړې شي.

بلينکن په خپلو خبرو کې وويل، چې امريکا د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي او  د متقابل درناوي پر بنسټ به له چين سره اړيکو ته وده ورکړي او چيني چارواکو سره به د نظريو تبادلې او د مقاومت او بحران رامنځته کېدو مخه به ونيسي.