د شلو هېوادونو ډلې ۱۶مه سرمشريزه پای ته ورسيده
CMG2021-11-01 15:48:58
شريکول:


د ايټاليا صدراعظم  د شلو هېوادونو ډلې د ۱۶مې سرمشريزې د پای مراسمو ته د وينا په حال کې

د شلو هېوادونو ډلې شپاړسمه سرمشريزه د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د ايټاليا په پلازمينې روم کې پای ته ورسېده. دغې غونډې (( د شلو هېوادونو ډلې د روم سرمشريزې اعلاميه)) خپره کړې او پر دې يې پکې ټينګار کړی، چې څواړخيزم او نړيوالې همکارۍ د کرونا وبا ضد مبارزې او د زرغون او عادلانه پرمختګ په برخو کې مهم رول لوبوي.

په نوموړې اعلاميه کې راغلي، چې د شلو هېوادونو ډلې غړو مشرانو موافقه کړې، چې د کرونا وبا پر وړاندې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، په تيره بيا به د کمزورو او وروسته پاتې هېوادونو د وګړو اړتياوو ته به پاملرنه وکړي.

د غونډې برخوالو مشرانو په دغه اعلاميه کې ويلي، چې د واکسين، مهمو طبي توکو او اومو موادو د عرضې په برخو کې به له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې وکړي او پر عرضې او پيسو راجلبوونکو چارو به لګېدلي محدوديتونه ليري کړي.

برخوالو مشرانو څرګنده کړې، چې (( د اقليمي بدلون ضد د ملګرو ملتونو چوکاټي تړون)) او (( پاريس تړون)) به په هراړخيزه او اغېزمنه توګه پلی کړي او په راتلونکو لسو کلونو کې به د ګډ مسئوليت خو بېلو دندو په اصولو سره د اقليمي بدلون ضد اقدامات وکړي.