وانګ يي د تجارت نړيوال سازمان له عمومي مديرې نګوزي ايويلا سره وکتل
cri2021-11-01 14:53:03
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په دېرشمه نېټه د اېټالیا په پلازمېنې روم کې د تجارت نړيوال سازمان له عمومي مديرې نګوزي اوکونجو ايويلا سره وکتل.
وانګ يي له اوکونجو ايويلا سره په خبرو کې وويل، چې د چین د دولت رئيس شي جين پينګ نن ورځ په روم کې د شلو صنعتي هېوادونو د سرمشريزې په لومړۍ پړاویزه غونډه کې مهمه وينا وکړه او په خپلو خبرو کې يې پر دې ټينګار وکړ، چې اړوند هېوادونه دې د تجارت نړيوال سازمان په مرکزيت څو اړخيز تجارتي ميکانيزم وساتي او د وزيرانو په کچه د ياد سازمان د ۱۲مې غونډې د تر سره کېدو لپاره دې ګډ کوښښونه وکړي.


نوموړي زياته کړه، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له يادو خبرو څخه څرګندېږي، چې چين د تجارت نړيوال سازمان چارو ته په درنه سترګه ګوري.
سږ کال د تجارت په نړيوال سازمان کې د چين د ګډون ۲۹مه کليزه ده، چين به د څو اړخيز تجارتي ميکانيزم د ساتونکي په توګه له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د ياد سازمان د صلاحيت او اغېزو د ساتنې او د نړيوال تجارت د ازادېدو او انسانېدو لپاره ګډې هڅې وکړي.
مېرمن ايويلا د تجارت په نړيوال سازمان کې د چين د ګډون د ۲۰مې کليزې په پار چين ته مبارکي وويله او ويې ويل، چې په دغه سازمان کې د چين ګډون ډېر اهميت لري، دغه سازمان د چين سترې اغېزې او لارښوونکي رول ته ډېر زيات اهميت ورکوي او له دغه هيواد سره به تګ راتګ لا پياوړی کړي.