شي جين پينګ د جي شل په ۱۶مه سرمشريزه کې يو ځل بيا وينا وکړه
CRI2021-11-01 17:16:51
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جین پينګ د اکتوبر په ۳۱مه نېټه له بېجینګ څخه په انلاين ډول د جي شل په ۱۶مه سرمشريزه کې په دویمه ورځ هم ګډون وکړ او د اقليمي بدلون سره د مقابلې، د انرژۍ او دوامدار پرمختګ په اړه يې خپلې نظريې څرګندې کړې.

رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په اشارې وويل، چې د اقليمي بدلون او انرژۍ مسئلې د ګردې نړۍ پر وړاندې سختې ننګونې دي او د دغو ستونزو حل کول، د نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون لري. نړيواله ټولنه بايد د دغو ستونزو د ليرې کولو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي، چاپېريال ساتنه او اقتصادي پرمختګ بايد په ګډه پر مخ یوړل شي، له اقليمي بدلون سره مقابله او د وګړيو ژوند تضمين ته بايد یو شان پاملرنه وشي او لوی اقتصادونه بايد په دې برخه کې خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې کړي.

هغه وويل، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون او پاريس تړون ښه تطبيق کړي، د ګډو او د نړيوالو قوانینو له مخې دې بېلا بېلو دندو پر بنسټ اغېزمنې کړنې تر سره او خپلمنځي همکارۍ دې نورې هم ژورې کړي او نړيواله ټولنه بايد له پرمختیايي هېوادونو څخه ملاتړ زیات کړي. د جي شل غړي هېوادونه باید د پرمختللو تکنالوژيو کارونه وهڅوي او پرمختللي هېوادونه بايد له پرمختیايي هېوادونو سره د مرستې ژمنې جدي پوره کړي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل:

(( چین په تېرو ۱۵ کلونو کې د کربن ايستلو اندازې د کمښت لپاره ډېر کوښښونه کړي او تر ۲۰۲۰م کال پورې يې ټاکلې موخه پوره کړه. چین به په لویو برخو او چارو کې اوج ته د کربن ايستلو اندازې د کنټرول لایحې د تطبيق چارې وهڅوي او له اقليمي بدلون سره د نړيوالې مقابلې او د انرژۍ په پرمختګ کې د اصلاحاتو هڅولو لپاره به فعال خدمتونه ترسره کړي.))

نوموړي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې اوس په ګردې نړۍ کې د کرونا وبا د چټکې خپرېدو له امله ډېرې ننګونې راپورته شوي، د نړیوالې ټولنې د پرمختګ برياليتوبونه متزلزل شوي او د پرمختيايي هېوادونو پر وړاندې زیاتې ستونزې شتون لري. له دې څخه ښکاري، چې د بېلا بېلو هېوادونو برخليک او ګټې سره تړلې دي او انسانان ګډ برخليک لري. د پرمختیايي هېوادونو د دوامدار پرمختګ هڅول به نه یوازې اړوندو هېوادونو او خلکو ته ګټې ورسوي، بلکې د ټولو انسانانو او ګردې نړۍ له برخليک او راتلونکي سره هم نږدې تړاو لري.

شي جين پينګ وويل، چې چین په دې وروستیو کې د نړیوال پرمختګ وړاندیز کړی او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ د اجنډا تطبيق چټک کړي او  پياوړی، زرغون او سالم نړیوال پرمختګ دې وهڅوي.

جي شل بايد په دې برخه کې ګډې نظريې راغونډې او اړوندې چارې دې پياوړې کړي.

 شي جين پينګ يادې غونډې ته درې فقره ييز وړانديزونه وکړل: لومړی، نړيواله ټولنه دې پرمختګ او د خلکو ګټو ته دې لومړیتوب ورکړي. جي شل هيوادونه دې د ګردې نړۍ عمومي حالاتو ته په کتو، د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د پرمختګ د نابرابرۍ مسئلې د حل لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي.

دوهم، نړیواله ټولنه دې خپلمنځي اغېزمنې همکارۍ پياوړې کړي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د غلودانو خونديتوب، د صنعت کېدو او تبادلې او لاسرسي په شمول ځينو برخو کې دې د پرمختيايي هېوادونو اړتیاوو ته زياته پاملرنه وکړي او اړوندې همکارۍ دې لا پياوړې کړي.

 درېيم، بېلا بېل هېوادونه دې د ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ نورې هم ژورې کړي.

چین د ګردې نړۍ د پرمختګ لایحه وړاندې کړې او د ملګرو ملتونو د۲۰۳۰م کال له دوامداره پرمختګ اجنډا سره به د ګردې نړۍ ګډ پرمختګ په ګډه وهڅوي.

د یادې سرمشريزې په پای کې د جي شل د مشرانو د روم اعلاميه هم خپره شوه.د چین د دولت رئيس شي جین پينګ د اکتوبر په ۳۱مه نېټه له بېجینګ څخه په انلاين ډول د جي شل په ۱۶مه سرمشريزه کې په دویمه ورځ هم ګډون وکړ او د اقليمي بدلون سره د مقابلې، د انرژۍ او دوامدار پرمختګ په اړه يې خپلې نظريې څرګندې کړې.