د م.م د اقلیمي بدلون د چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۲۶مه غونډه د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د بريتانيا په ګلاسکو کې پرانيستل شوه او د نومبر تر ۱۲مه نېټې پورې به دوام ولري.
د اقليم په اړه د پاريس تړون له پلي کېدو راهيسې دا لومړی ځل دی، چې ياده غونډه ترسره کيږي.
د م.م د اقليمي بدلون د ۲۵مې غونډې مشرې او د چيلي د چاپيريال ساتنې وزيرې کرولينا سچميټ د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه او د مشرتوب دنده يې د م.م د اقليمي بدلون د ۲۶مې غونډې رئيس الوک شارما ته وسپارله.