د امريکا د جي اي کمپنۍ پخوانی اجرائيوي مشر د چين بازار ته خوشبين دی
CMG2021-11-01 17:19:22
شريکول:

د امريکا ياهو ويبپاڼې د اکتوبر په ۲۶مه نېټه خبر ورکړ، چې د امريکا د جي اي (GE) کمپنۍ پخوانی اجرائيوي مشر جيف ايملټ د چين د بازار په اړه خوشبيني ښودلې او ويلي يې دي، چې د امريکا لوی شرکتونه بايد له چين څخه نه وځي، بلکې خپلې پانګونې دې په دغه هېواد کې زياتې کړي. نوموړي زياته کړه، چې چين او امريکا دواړه د نړۍ ډېر لوی اقتصادي ځواکونه دي او د دواړو خواوو ترمنځ اقتصادي ډېرې اړيکې او همکارۍ اړينې دي.