د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده د کندهار په يوه ديني مدرسه کې راښکاره شوی
cri2021-11-01 10:55:12
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده د اکتوبر په دېرشمه نېټه د کندهار په يوه ديني مدرسه کې راښکاره شوی او يوې غونډې ته يې وينا کړې ده چې دا په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو د مشر په توګه له ټاکل کېدو راهيسې له خلکو سره د ده لومړۍ ليدنه ده.

د کندهار يادې ديني مدرسې مسؤل ملا سيد د اکتوبر په ۳۱مه نېټه وويل چې ملا هيبت الله اخندزاده د روانې میاشتې د دېرشمې نيټې په سهار له دغې ديني مدرسې څخه ليدنه او زده کوونکو ته يې لس دقيقي وينا وکړه. هغه زياته کړه چې له دې مدرسې څخه د ده د ليدنې په ترڅ کې څا ته اجازه نه وه ورکړل شوي چې د نوموړي ویډیوګانې او عکسونه واخلي.