د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ډېرشمې نيټې د شلو هېوادونو ګروپ په ۱۶مه ويډيويي غونډې کې ګډون او يوه مهمه وينا وکړه. د چين د دولتي چارو غړي او د بهرنیو چارو وزير وانګ يي په دغه غونډه کې د رئيس شي جين پينګ د ګډون د يادونې په ترڅ کې وويل چې رئيس شي جين پينګ يادې غونډې ته د کرونا ضد واکسين د نړيوالې همکارۍ عملي وړانديز وکړ چې د واکسين د څېړنې په برخه کې له پرمختيايي هېوادونو سره د ګډو همکاريو او دغو هېوادونو ته د لازيات واکسين د برابرولو په شمول د شپږو برخو مهم تدبيرونه پکې شامل دي. د نوموړي له دغه وړاندیز څخه د ګډو ننګونو او ستونزو پر وړاندې د مقابلې لپاره د چين او بېلا بېلو هېوادونو ټينګه اراده ښکاري او دغه وړانديز به د کرونا ضد واکسينونو نړيوالې همکارۍ وهڅوي او ټولشموله او دواملرونکي پرمختګ په خوځښت راولي.