بريتانوي خبري رسنيو د نومبر په لومړۍ نېټه خبر ورکړ، چې د امريکا د کاربن دوه اکسايد د خپرېدو عمومي اندازه د نړۍ تر ټولوهېوادونو زياته ده.
شمېرې ښيي، چې امريکا يوازې په ۲۰۱۹م کال کې ۵ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونه ټنه کاربن دوه اکسايد هوا ته خپور کړی او که دا شمېر د امريکا پر خلکو وویشل شي، نو هر امريکايي ۱۵.۵ ټنه کاربن خپور کړی دی.
له ۱۷۵۰م کال څخه راهيسې، د امريکا د کاربن دوه اکسايد د خپرېدو عمومي اندازه ۴۱۰ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونه ټنو ته رسېدلې، چې دا په تاریخ کې بې سارې ده.
(شکريه)