د نړۍ د غوره ساینسپوهانو ۴م فورم پرانيستل شو
cri2021-11-02 11:28:24
شريکول:

د ګردې نړۍ د غوره ساينسپوهانو ۴م فورم د نومبر په لومړۍ نيټه د چين په شانګهای ښار کې پرانيستل شو. د ۶۸ تنو نوبل جایزه ګټونکو په شمول ۱۳۱ تنه د نړيوالې غوره جايزې ګټونکي، د چین د ټولنيزو علومو اکاډمۍ او د اینجنيرۍ اکاډمۍ لسګونه غړي، له بېلا بېلو هېوادونو څخه راغلي ۱۳۲ ځوان ساينسپوهان او د بېلا بېلو ټولنو استازي په دغه فورم کې برخه لري چې پيمانه او کچه يې بې سارې بلل شوې ده. (هيله)