روسیه به په دوامداره توګه د هوايي دفاع توان پياوړی کړي
cri2021-11-02 11:31:10
شريکول:

 د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ويلادمير پوتين د نومبر په لومړۍ نېټه د دغه هېواد په سوچي ښار کې وويل، چې دغه هېواد به په دوامداره توګه د هوايي دفاع توان پياوړی کړي. 

هغه وويل، چې د ناټو ځواکونو په دې وروستيو کې د روسيې سرحدي سيمې ته نږدې زیاتې الوتنې کوي او په بلتیک او تور سمندر کې د ناټو د توغندي وړونکو بېړیو په ننوتلو سره  نظامي او سياسي عمومي حالات بدل شوي دي. برسيره پر دې، امريکا په اروپا کې د منځني واټن توغندیو د نصب کولو پلان هم لري او دا به  روسيې ته  ګواښ پېښ کړي. 

پوتین اعلان وکړ، چې روسيه به په راتلونکو څو کلونو کې هوايي ځواکونو ته څه باندې ۲۰۰ الوتکې او د ايس-۳۵۰ او ايس-۴۰۰ نمبر ۲۶ دفاعي سيستمونه برابر کړي. (هيله)