جي ۲۰ بايد د شته ننګونو پر وړاندې اغېزمن ګامونه پورته کړي
CRI2021-11-02 14:48:44
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۳۱ مې نېټې په شپه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د روم په کوربه توب د جي ۲۰( د شلو هېوادونو ډلې) د مشرانو په ۱۶ مه سرمشريزه کې ګډون او وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د ننګونو د لرې کولو لپاره د نړيوالې ټولنې اراده لا ټينګه او خوځنده ځواک يې نورهم زيات شوی، خو لانور اغېزمن اقدامات يې ډېر مهم او په کار دي. نوموړي همدارنګه د اقليمي بدلون، انرژۍ او دواملرونکي پرمختګ په ګډون د يو شمېر ستونزو په اړه هم خپل نظرونه او وړانديزونه وکړل، چې د بېلابېلو هېوادونو پر وړاندې د نړيوالو شته ننګونو د لرې کولو لپاره ډېر اغېزناک بلل شوي دي.

په نړۍ کې اوسمهال اقليمي بدلون او د انرژۍ ستونزې له سختو نړيوالو ننګونو څخه شمېرل کيږي. که څه هم نړيوالې ټولنې د دغو ننګونو د لرې کولو لپاره ټينګه اراده او هوډ ښودلی، خو ځينو هېوادونو د نظريو د توپيرونو له کبله رښتيني اقدامات نه دي غوره کړي.

د اقليمي بدلون او د انرژۍ ستونزو د لرې کولو لپاره  څه اقدامات په کار دي؟ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پدې اړه  د جي ۲۰ د مشرانو ۱۶ مې سرمشريزې ته په وينا کې وړانديزونه وکړل او ويې ويل، چې نړيواله ټولنه دې  لومړۍ هراړخيزې او برابرې تګلارې او تدبيرونه غوره کړي، دوهم د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون  او پاريس تړون دې په جدي توګه عملي کړي، درېيم له پرمختيايي هېوادونو څخه دې زيات ملاتړ وکړي. د رئيس شي دغه درېواړه وړانديزونه جي ۲۰ ته د ننګونو حل لاره  په ګوته کړې او خوځنده ځواک يې برابر کړی دی.

چين له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره خپله هڅه نه ده سپمولې او د خپلو اړوندو تګلارو او اقداماتو سپين کتاب يې هم خپور کړی دی. شي جين پينګ په ياده سرمشريزه غونډه کې يوځل بيا وويل، چې چين هغو دوو موخو  ته د رسېدو په هڅه کې دی، چې يوه يې له ۲۰۳۰م کال مخکې اوج ته د خپل کاربن د ايستلو اندازې رسول او بله يې له ۲۰۶۰م کال مخکې د کاربن حنثی کول دي. پدې معنا چې چين به د نړۍ تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه په ډېر کم وخت کې د کاربن د ايستلو په اندازه کې تر ټولو ډېر کموالی راولي او له دې څخه د دغه هېواد ټينګه اراده او مسئولانه رويه ښکاري.

د هرې لويې موخې پوره کېدل د رښتينو اقداماتو د عملي کېدو نتيجه ده. رئيس شي د يادو دوو لويو  موخو د پوره کولو لپاره تفصيلي اقدامات هم اعلان کړل، مثلاً د چين دولت به بېلابېلو برخو کې د اړوندو موخو د پوره کولو پلانونه جوړ کړي، مساعده زمينه به برابره کړي او اړوندې تګلارې به اصلاح کړي. پدې معنا چې چين نه يوازې خپلې موخې ټاکلې ده، بلکې دغو موخو ته د رسېدو لپاره يې رښتيني اقدامات هم غوره کړي دي.

د جي ۲۰ د دې سرمشريزې د ترسره کېدو په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون ۲۶ م کنفرانس هم په بريتانيا کې پرانيستل شو. ډېرې خلک هيلې لري، چې نړيواله ټولنه په تېره بيا پرمختللي هېوادونه دې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره خپلې وعدې عملي کړي، له پرمختيايي هېوادونو سره دې زياتې مرستې وکړي او رښتيني اقدامات دې غوره کړي.

له دې وړاندې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وينا کې د نړيوال پرمختګ وړانديز وکړ، او ويې ويل چې بېلابېل هېوادونه دې پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي، پر خلکو دې تمرکز وکړي، د ټاکلو موخو لپاره دې اغېزمن اقدامات غوره کړي او خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ دې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي. د رئيس شي دغه وړانديز د جي ۲۰ د روم سرمشريزې له اعلاميې سره سمون خوري او د دې ډلې د مسئوليت د رعايت او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ موخې د پوره کولو لپاره ډېرې ګټې لري.

روم ښار په يوه ورځ نه دی جوړ شوی، د اوسنيو نړيوالو ننګونو لرې کول د دې ښار د جوړولو په شان دي، د يوې ننګونې حل رښتيني او اغېزمن اقدام ته اړتيا لري. د جي ۲۰  ۱۶ مې سرمشريزې ته د رئيس شي وړانديزونه او د هغه لخوا اعلان شوي اقدامات به دغې ډلې ته زيات خوځنده ځواک ورکړي او د نړيوالو ننګونو د لرې کولو او د ګډې ودې د موندلو لپاره به زيات رول ولوبوي.