شي جين پينګ له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره وړانديزونه وکړل
cri2021-11-02 14:25:18
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د مقابلې د چوکاټي تړون د لاسليکوونکو د ۲۶مې سرمشريزې ته یو پيغام وليږه.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ليکلي، چې د اقليمي بدلون ناوړې اغېزې ورځ تر بلې زياتېږي او پر وړاندې يې باید بېړنۍ نړيواله مقابله وشي. له اقليمي بدلون سره مقابله او د نړيوال اقتصاد هڅول زموږ پر وړاندې مهمې دندې دي. هغه په دې اړه درې فقره ييز وړانديزونه وکړل، او ويې ويل چې څواړخيزې ګډې نظريې دې وساتل شي، اغېزمن تدبيرونه دې ونيول شي او د زرغون پرمختګ پر لوري د چارو اصلاحات دې چټک ترسره شي. (هيله)