د اسيان ۶ غړو هېوادونو د RCEP تړون د منظورۍ ليکونه وړاندې کړل
cri2021-11-02 11:03:57
شريکول:

د ټایلند مرستیال لومړي وزير او د سوداګرۍ وزير جورین لکسنویست د نومبر په لومړې نېټه وويل، چې ټایلند، سينګاپور، لاوس، بروني، کمبوډیا او ويتلام د تېر اکتوبر په ۲۸مه نېټه د سيمې د هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون (RCEP) د منظورۍ ليکونه وړاندی کړي دي. دغه شپږ هېوادونه د جنوب ختيځې اسيا ټولنې (اسیان) غړي دي. 

د مالوماتو له مخې، د دغه تړون په لاسليکوونکو هېوادونو کې، که د اسيان له لسو غړو هېوادونو څخه لږ تر لږه ۶ هېوادونه او له اسيان پرته،  له نورو ۵ هېوادونو څخه لږ تر لږه ۳ هېوادونه دغه تړون منظور کړي، نو تړون به قانوني بڼه خپله کړي. اټکل کېږي چې دغه تړون به د راتلونکي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټې نافذ شي. (هيله)