د انټرنيټي امنيت چيني تصدي: د چين پر دفاعي او نظامي ادارو د هند د زياتو انټرنيټي بريدونو مخه يې نيولې
CMG2021-11-02 16:22:49
شريکول:

د ګلوبل ټايمز خبريال د نومبر په لومړۍ نېټه د تيان ان ټکنالوژۍ تصدۍ د مسئولينو په قول خبر ورکړی، چې دغې تصدۍ له روان کال راهيسې پر چين او د جنوبي آسيا پر ځينو هېوادونو د انټرنيټي بريدونو مخه يې نيولې ده. د هند انټرنيټي بريدګر د چين، پاکستان او نيپال پر دفاعي او نظامي ادارو او دولتي تصديو د انټرنيټي بريدونو هڅې کوي. د دغې تصدۍ مسئولينو زياته کړې، چې د دغو پېښو د تحليل راپور به ژر خپور کړي.

د معلوماتو له مخې، دغه انټرنيټي بريدونه د ۲۰۱۹م کال له اپريل څخه پيل شوي او بريدګره ډله يې هند کې ناسته ده.