د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند سید خطیب زاده د نومبر په لومړۍ نېټه وويل، چې د دغه هېواد د اټومي تړون په اړه د امريکا، بريتانيا، فرانسې او جرمني د مشرانو اعلامیه له واقعیت سره سمون نه لري او هېڅ رغنده رول به و نه لوبوي.
نوموړي وويل، چې د ايران ذروي فعالیتونه د اټومي وسلو جوړولو لپاره نه دي، بلکې سوله ييزه موخه لري. د دغه هېواد د ذروي تړون په اړه اوسنی رکود د یادو ۴ هېوادونو د نامسئولانه کړنو نتیجه ده، دوی خپله ژمنه نه پوره کوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۲۳۱م پرېکړه ليک يې سرغړونه کوي. (هيله)